دوشنبه, ۳۰ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د غزې او ټول امت د ژغورلو کښتۍ به کله حرکت وکړي!!

 خبر:

د یهودي رژیم پوځ د جمعې په ورځ وویل چې په غزه کې به داسې زور او ځواک وکاروي چې ساری یې نه وي؛ دوی پر خلکو د صلاح‌الدین واټ په بندلو هغوی ته خبرداری ورکړ چې ښار پرېږدي او د رشید ساحلي واټ له لارې جنوبي خوا ته لاړ شي. (بي بي سي عربي، ۱۹/۹/۲۰۲۵)

تبصره:

د غزې د مسلمانانو لپاره د اوسېدو او تګ‌راتګ سیمې ورځ تر بلې راتنګېږي. هغوی ته د انتقال کېدو لپاره تر پخوا لږ وخت ورکول کیږي؛ دا حالت دوی –چې لویه برخه یې د یهودو د وحشت په سبب جسمي معلولیت لري- لا ډېر ځوروي. بمبارۍ لا زیاتې شوې، ځمکني بریدونه ډېر شوي، روغتیايي سیستم له منځه تللی، درمل نشته، وچکالۍ لا زور اخیستی او دغو ټولو ناورینونو وضعیت ډېر خوار ډېر نازک او د غزې پر مظلومو او بې‌دفاع خلکو ژوند ډېر سخت کړی.

د فلسطین د شاوخوا خاورو؛ لکه اردن، سوریې، لبنان او مصر حکام د درباري علماوو په فتوا له امریکا او د هغې له لاسپوڅي، یهودي رژیم څخه خپل ملاتړ اعلانوي. دغو ذلیلو حکامو د امت د پوځونو پښو ته ځنځیرونه اچولي او ان د هغو کسانو لارې بندوي چې غواړې غزې ته ډېرې ابتدایي مرستې ورسوي. د مصر حاکم د رفح لاره بنده کړې او د مرستو رسولو کاروانونو ته د دننه کېدو یوازې دومره اجازه ورکوي چې امریکا او یهودي رژیم یې امر ورته کوي. دوی د هغو خلکو د کاروان مخه نیولې چې د خپل بشردوستانه حس له مخې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو راټول شوي، تر مصره رسېدلي او غواړي د غزې د محاصرې ماتولو لپاره وړاندې لاړ شي؛ ځینې دغه کسان یې ان بندیان کړي هم دي. دا ټول په داسې حال کې کیږي چې د مصر د پوځ مشران له خپلې اصلي دندې منحرف کړای شوي او د پانګونې او پراختیا په نامه پروژو کې بوخت دي.

په دې ورځو کې دا خبرونه چې د شدید معلولیت او ټپ لرونکو کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې له خپلو کورنیو سره د درملنې لپاره مصر ته ننوځي؛ یوازې د هغو امریکايي موخو ترلاسه کولو لپاره یوه دوکه ده چې غواړي غزه له خلکو خالي کړي، بیا یې جوړه او د سیلانیانو لپاره ځانګړې سیمه باندې یې بدله کړي.

د امریکا لاسپوڅی اردوغان هم مه هېروئ چې پخوا له بشار سره د سوریې د خلکو ضد جګړه کې شریک و او اوس بيا په مکارۍ د احمد الشرع ملاتړ کوي او د امريکا لپاره هغه څه ترسره کوي چې امریکا پخپله نه شوای تر لاسه کولی. ډېره ستونزمنه به وی چې په کومه اسلامی خاوره کې ان لږو مسلمانانو ته هم پاملرنه شوې وي، عدالت ورسره شوی یا یې کرامت په پام کې نیول شوی وي.

ای د غزې خلکو او اې د فلسطین او ټولې نړۍ مظلومو مسلمانانو! دا حالت تلپاتې نه دی. هغه ورځ به راځي چې له خلافت سره د امت د ژغورلو کښتۍ ساحل ته ورسېږي. په دې کښتۍ کې سپاره کسان څومره نېکمرغه دي او پاتې شوي کسان یې؛ لکه هغه حکام، درباري علما او د هغو ډلو مشران چې د اسلام ادعا کوي خو د پانګوال نظم ملاتړي دي، څومره بدمرغه دي! د خلافت په بیا راتګ سره به د مسلمانانو خاورې بیا وځلېږي؛ بیا به فتوحات پیل شي، دوام به وکړي او تر هغې به پراخ شي چې څو د رسول الله ﷺ د بشارت له مخې ټوله ځمکه ونیسي:

« زُوِيَتْ لِيَ الْأَرْضُ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا وَسَيَبْلُغُ مُلْكُ أُمَّتِي مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا»

ژباړه: ځمکه ماته راټوله شوې او ما یې ختیځ او لوېدیځ لیدلی او زما د امت سلطه به تر هغه ځایه ورسېږي چې ماته وښودل شوه.

نو د غزې د خلکو او مسلمانانو د ژغورلو کښتۍ به کله حرکت وکړي؟ چې خپله سورلۍ د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت ته ورسوي چې د الله سبحانه و تعالی وعده ده او ممکن نږدې او آن د سترګو له رپ څخه هم نږدې وي.

أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللهِ قَرِيبٌ

ژباړه: «بېشکه چې د الله نصرت نږدې دی»

اې د مسلمانانو پوځونو! د دې کښتۍ رهبري ستاسو مسولیت دی. د نوح علیه السلام د زوی په څېر مه اوسئ چې کله یې پلار ورته په کښتۍ کې د سپرېدو بلنه ورکړه، انکار یې وکړ او ویې ویل:

« سَآوِي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ»

ژباړه: «زه یوه غره ته پناه وړم چې له اوبو مې وساتي.»

نوح علیه السلام ته د الله تعالی ځواب داسې و:

« يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ»

ژباړه: «اې نوحه! هغه ستا له اهل څخه نه دی او عمل (یې) نا صالح دی.»

څرنګه چې د نوح زوی د خپل پلار له نبوت څخه انکار وکړ او الله تعالی دا ناشکري ناصالح عمل تعریف کړ، په همدې توګه هر څوک، په ځانګړې توګه د واک او ځواک خاوندان، چې د مسلمانانو له دفاع څخه ډډه وکړي، هغه له مسلمانانو څخه نه دی او اعمال یې ناصالح دي.

«وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبّاً لِّلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ * إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُوَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا ۗ كَذَٰلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنَ النَّار» [بقرة : ۱۶۵-۱۶۶]

ژباړه: «او (له دې نښو سره) ځينې داسې خلک هم شته، چې له الله سره سيالان نيسي او لکه له الله سره هومره مینه ورسره کوي؛ خو مؤمنانو ته الله پاك ډېر سخت ګران دى او هغوى (مشرکانو) چې ظلم كړى (او بې له الله يې نو معبودان نيولي)، چې كله (الهي) عذاب وګوري (؛ نو) پوه به شي، چې ټول زور او ځواک خو يوازې له الله سره دى او په رښتيا الله ډېر سخت عذاب ورکوونکی دى. * هغه مهال چې عذاب وګوري (؛نو) مشران له لارویانو کرکه څرګندوي او د دوی د خپلمنځي اړیکو او اسبابو لړۍ شلېږي * او (په دې وخت كې) لارويان وايي: «كاش يو ځل بيا دنيا ته تللي واى، چې موږ له دې [= بېلارې مشرانو] کرکه څرګنده كړې واى؛ لكه څنګه چې دوى (نن) له موږ څخه کرکه کوي!» هو! الله همداسې د دوی كړنې د افسوس او پښېمانۍ په بڼه دوی ته ورښيي او هیڅکله به له اوره وتونکي نه وي.»

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

راضیه عبدالله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې